د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په پنځو ولایتونو کې د ۳۹ استینافي اعتراضي مواردو د ثبت خبر ورکړی او وایي، د ځینو ستونزو له امله ټاکل شوې په ۲۵ ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو رایې بیا وشمېرل او تفتیش شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض ویلي، له دې ډلې، ډېری هغه ټاکنیز محلونه چې تفتیش او بیا شمېرل کېږي، د ننګرها، کونړ، نیمروز، غزني، هرات او …. ولایتونو اړوند دي. نوموړي زیاته کړه چې له ټولو ثبت شوو شکایتونو له ډلې د ۶۸۷۱ شکایتونو په اړه پرېکړه شوې او ابلاغ ته تیاره ده او ۷۶۹۸ نور شکایتونه د پرېکړې په حال کې دي. فیاض دا هم ویلي چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ۲۴۰۰ ثبت شوي شکایتونه د مختلفو دلایلو له امله رد شوي دي.





























