د هرات ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه د انجیل ولسوالۍ په قادر اباد نومي سیمه کې شوې ده. د سرچینې په خبره د درنې واورې د ورښت له امله د یوه کور چت نړېدلی چې شپږ کسه یې مړه کړي دي. د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل هم دغه پېښه تاییدوي او وایي چې پولیس د خلکو مرستې ته ور رسېدلي دي. ویل کېږي چې په هرات کې له تېرې شپې راهیسې درنه واوره ورېږي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي. د هوا پېژندنې ادارې هم تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ډيری ولایتونو کې درنې واورې وورېږي.





























