افغان حکومت وایي د تاوتریخوالي د کمولو طرحه عملي نه ښکاري بلکې پر ځای یې دې واضح اوربند وشي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د اوربند طرحه د افغان حکومت ده چې واضح قانوني او عملي اړخونه لري. دده په خبره اوس طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي چې دا مسئله عملي بڼه نه لري او نه هم د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي. صدیقي یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او د سولې د خبرو پیل د جګړې د پای په مانا بولي. نوموړي بیا هم پر طالبانو غږ کړی چې اوربند ته غاړه کېږدي او په دې توګه د ټولو اړخونو ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي. صدیقي داسې مهال دغه خبره کړې چې طالبانو د امریکا د اوربند وړاندیز ته دویمه لار انتخاب کړې ده او وایي د اوربند پر ځای به یوازې تاوتریخوالی کم کړي.





























