د ولسمشر دویم مرستیال د برېتانیا له سفیرې آلیسون بلېک سره د خبرو پر مهال ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري وکړي. دده په خبره د ایران او امریکا ترمنځ روان کشمکش پر سوله مستقیم اغېز لري. بلېک په دې لیدنه کې ویلي چې دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او په لوړه کچه برېتانیا هڅه پيل کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ کمې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې برېتانیا د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیاره ده او د افغان حکومت تر څنګ به وي. سرور دانش هم په افغان سوله کې د نړیوالو همکاري مهمه بلله ده او له برېتانیا سره یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.





























