ایران وایي په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره زیات شوی دی. د مخدره موادو پر ضد ایراني بنسټونه وایي روان کال او راتلونکی کال ددوی کارونه ډېرېږي. ددوی په خبره په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید دوه برابره شوی دی چې دا مسئله افغانستان او ایران دواړو ته نوې ستونزې زېږولی شي. د سرچینې په خبره په افغانستان کې تولید شوي نشه يي توکي د ایران له لارې لېږدول کېږي نو ځکه دوی باید خپل اقدامات ولري. ایران دغه راز په افغانستان کې مېشت بهرني عسکر او بنسټونه هم له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ناکام بللي دي.





























