اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، هندوستان له افغانستان سره د ۷۵ زره مټریک ټنه غنمو مرستې ژمنه کړې ده خو په هېواد کې دننه د اخیستونکي شرکت د نه تثبیت له امله لا هم دا مرسته نه ده ترسره شوې. نوموړي نن د وزیرانو شوار په غونډه کې کرنې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې هر څومره ژر د دې مرستې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي. نوموړي دغه راز د سون توکو د بیو لوړېدو ته په اشارې وویل، په دې برخه کې ځینې ستونزې شته چې د هېواد له وضعیت سره تړلې دي خو اړونده دولتي بنسټونه باید دا ستونزه وڅېړي او خلکو ته قانع کوونکی ځواب ووایي. هغه زیاته کړې، نور غفلت د منلو نه دی، باید له هر فرصته ګټه واخیستل شي. نوموړي دغه راز ویلي، دولتي بنسټونه د خلکو پر وړاندې مسوول دي او ستونزو ته یې باید پر وخت رسېدګي وشي.