چهارشنبه, اگست 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

افغان ځواکونو ته سپارښتنه؛ ولسمشر غني: هېڅ امنیتي مسوول د هېڅ افغان وګړي د وژلو حق نه لري

جنوري 14, 2020
in افغانستان
0 0

ولسمشر غني پرون په کابل کې د پولیسو د فراغت په یوه غونډه کې وویل، چې هېڅ افغان سرتېری د افغانانو د وژلو یا په نښه کولو حق نه لري. د ده په خبره، دوی باید قوانینو ته درناوی و لري او په وینا یې د چا د اعدام حکم یوازې افغان محاکم ورکولی شي. نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې پولیس به خپلو اصلي دندو ته راګرځي او دوی باید په ډېرو کمو مواردو کې له وسلې کار واخلي. هغه د پولیسو په لیکو او کورنیو چارو وزارت کې پر اصلاحاتو او پرمختګونو هم ټینګار وکړ.

ولسمشر غني پرون په کابل کې د جنرال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوولسمې دورې فارغانو ته په وینا کې وویل، پولیس باید هر ګام په پوره تدبیر واخلي او په خپلو چارو کې دې قانون ته درناوی وکړي. له دغه اکاډمۍ پرون نږدې ۴۵۰ محصلین فارغ شول چې د پولیسو په برخه کې یې عملي او اوږدې زده کړې کړې دي. ولسمشر غني دوی ته د وینا پر مهال وویل، چې صحرايي محکمې باید بندې کړل شي او افغان سرتېري دې د خلکو له وژلو ډډه وکړي. نوموړي د کوم ارګان نوم وا نه خیست او نه یې هم کومې پېښې ته اشاره وکړه، خو په خبره یې، هغه تورن کسان چې د جلب له لارې نیول کېدای شي، پر دوی د خاصو عملیاتو تر سره کولو ته څه اړتیا ده. ښايي د ولسمشر غني موخه په کابل کې وروستۍ پېښه وه، چې په هغه کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د ده ټیم ته نږدې کس آمر ستار ووژل شو.

ولسمشر غني وویل، پولس باید خپلو اصلي دندو ته راوګرځي او د خلکو باور خپل کړي. د ده په خبره، خلک د دې تمه لري چې پولیس د ټولنې رښتیني خدمتګاران وي او د دوی امنیت خوندي کړي. ولسمشر زیاته کړه، ولس نه غواړي چې پولیس یې فاسد وي او همدا راز پر دوی ډز وکړي. د ولسمشر غني په خبره، پولیس د وسلې د کارولو حق لري، خو په وینا یې تر وسلې مخکې باید په تدبیر مسایل حل کړي. غني وویل: «یونیفورم ته درناوی هغه وخت کېږي چې خلک وویني ستاسو عمل عادلانه، دقیق او سنجول شوی دی. د خلکو اعتماد تاسو په ښو اخلاقو، اغېزناک مدیریت او سم تشخیص تر لاسه کولی شی چې وشی کولی سیمه خوندي او امن کړی».

ولسمشر دغه راز پر پولیسو ټینګار وکړ، چې مجرمین او تورن ونه وژني. هغه وویل، پولیس او بل هېڅ امنیتي ارګان ان سر اعلی قومندان هم پر چا د ډز او د هغه د وژلو حق نه لري. هغه زیاته کړه: «حتی یو غل هم باید ونه وژني. د اعدام حکم یوازې د محکمې صلاحیت دی».

ښاغلي غني په کورنیو چارو وزارت کې پر اصلاحاتو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له دغه وزارته به بهرني لاسونه لنډوي. د ولسمشر په خبره، پولیس په ټولنه کې خورا مهم دي، نو د کورنیو چارو وزارت دنده ده چې دغه مهم ارګان په سمه توګه سمبال کړي. نوموړي د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر غږ وکړ چې د پولیسو پر اکاډمۍ پانګونه ډېره کړي او همدا راز د افغانستان پولیسو ته یې اړتیا او امکانات پر وخت برابر کړي.

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي بیا وايي چې نوي روزل شوي او فارغ شوي پولیس به د کابل ښار د امنیت لپاره ګومارل کېږي. اندرابي وویل، دغو پولیسو خورا مسلکي روزنه لیدلې ده او د پولیسو په برخه کې لوړې زده کړې لري چې تر دې وروسته به د کابل ښار د امنیت لپاره ګومارل کېږي. هغه زیاته کړه: «زموږ د امنیتي پلان له مخې، دغه فارغ شوي پولیس به د کابل ولایت په دوو حوزو او یوه ولسوالۍ کې پر دنده وګمارل شي».

ولسمشر غني داسې مهال پر پولیسو او امنیتي ادارو د احتیاط غږ کوي، چې تر دې وړاندې یې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله غبرګون ښودلی و. نوموړي ټينګار کړی و، چې امنیتي ځواکونه د تورنو او مجرمینو د وژلو حق نه لري او باید په عملیاتو کې له پوره احتیاطه کار واخلي، خو امنیتي ادارو تر اوسه په دې مسئله کې له اړین احتیاطه کار نه دی اخیستی.

Share7Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In