ټرمپ دې ژر تر ژره له افغانستان خپل ځواکونه وباسي. متقاعد امریکایي پوځي ډوګلاس مکګرېګور په یوه مرکه کې ویلي چې امریکايي ځواکونه باید په افغانستان کې له اوږدې او خونړۍ جګړې و ایستل شي. دده په خبره همدې نږدې ورځو کې هم امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته او دا د امریکا لپاره ناورین دی. ډوګلاس زیاته کړې، یوازینی کس چې کولی شي امریکایي ځواکونه په افغانستان کې له روانې جګړې او جنجال وژغوري ټرمپ دی. دده په خبره دی باید جدي اقدام وکړي څو امریکایي سرتېري له دغه ستړي کوونکې جګړې بېرته کور ته راستانه کړي. نوموړي په کندهار کې په وروستیو ورځو کې د دوو امریکايي عسکرو وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې که ددوی عسکر دلته حضور ولري نو دغه ډول پېښې به امریکا ته خطرناکې وي.





























