د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، هوکړه نهایي شوې ده او یوازې لاسلیک ته په تمه دي. دده په خبره د ایران او امریکا کشمکش پر دغه هوکړه هېڅ اغېز نه دی کړی او د لاسلیک د ځنډ لامل یې هم د یادو هېوادونو کشمکش نه دی. نوموړي دا نه دي ویلي چې ولې د هوکړې لاسلیک ځنډېدلی دی، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ پر اوربند شته اختلاف ښایي د ځنډ تر ټولو مهم لامل وي. سهیل شاهین ویلي چې دوی به وخت پر وخت له خلکو سره د سولې د هوکړې په اړه معلومات شریکوي او له لاسلیک سره سم به له افغان لوري سره د خبرو لپاره تیاري ونیسي.





























