د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون غړو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی په خپلو کارونو کې بریالي دي ، د کمیسیون مشرې وویل چې ۲۱ ولایتونو کې یې ۱۰۹ محلونه باطل او ۵۳۱۵ محلونه به له سره وشمیرل شي. زهرې بیان شینوارې وویل، ټول ۱۶۵۰۰ شکایتونه ورته ثبت شوي وو، چې له دې ډلې ۹۸۶۶ هغه یې بېرته رد شوي دي. نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ترمنځ همکاري موجوده ده او جدي ستونزه نشته. تر دې وړاندې د شکایاتو کمیسیون ویلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ځینو مواردو کې همکاري نه ورسره کوي. د شکایاتونو کمیسیون ټینګار وکړ چې د پاتې شکایتونو په اړه به هم ډېره ژر خپله پرېکړه وکړي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.





























