سیګار پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر تر ټولو ستر لامل روانې جګړې او نا امنۍ دي. سرچینه وایي، اوس د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي د ورځې یوازې په یوه ډالر ژوند تېروي او په اوسط ډول هر افغان د خپل کلني عاید اته سلنه برخه په درملنه لګوي. سیګار وایي چې افغانستان د نړیوالو له مرستو سره سره بیا هم د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی او ددې اړتیا ده چې له دغه وضعیت و ژغورل شي. سیګار داسې مهال دغه راپور خپروي چې د ملي یووالي حکومت د کار له پیل سره سم په هېواد کې د اقتصادي ودې خبره کړې وه او ټینګار یې کړی و چې بېوزلي به له منځه وړي.





























