د برېښنا شرکت چارواکي وایي چې د کاسا زر پروژې عملي چارې به په راتلونکې میاشت کې پیل شي. د یاد شرکت ویاند وحید الله توحیدي ویلي، د دغې پروژې پیل لپاره پوره چمتوالی نیولی شوی دی. دا پروژه چې د قرغیزستان او تاجکستان ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، زر میګاواټه یې پاکستان او درې سوه میګاواټه یې افغانستان ته ورکول کېږي. افغانستان به د دې برېښنا د لیږدولو په بدل کې په کلني ډول ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي. په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونه وایي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد کورني تولیدات هم څو برابره ډېر شي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې میاشت کې د پاکستان، تاجکستان او قرغیزستان چارواکي هم د یادې پروژې د عملي چارو پیل لپاره افغانستان ته راشي.