د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د خپلو څو ورځو کار پایله له رسنیو سره شریکه کړه. دوی وویل چې نږدې لس زره شکایتونه یې بېرته رد کړي دي. همدا راز به د منل شوو او مستندو شکایتونو له مخې، د څه باندې پنځو زرو محلونو رایې بیاشمېرل کېږي. د شکایتونو کمېسیون وایي چې دوی خپل کار په پوره شفافیت مخ ته وړي، خو ځینې ټاکنیزې ډلې له روان کاره راضي او ځینې یې بیا مخالفت کوي او په خبره یې، دوی د کمېسیون د پرېکړو په اړه د استناف غوښتونکي دي.
د لومړنیو پایلو تر جنجالي اعلان وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپل کار پیل کړی دی او د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان د دوی تر پرېکړې پورې ځنډېدلی دی. د شکایتونو کمېسیون غړو پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دوی کارونه ښه پرمخ روان دي او له خپلو لوایحو او مقرراتو سره سم یې ځینې پرېکړې کړې دي. د دې پرېکړو له مخې، ۹۸۶۶ شکایتونه بېرته رد شوي دي. د کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې وایي، د دغو شکایتونو په اړه اسناد موجود نه وو او نه هم دوی ته موجه ښکاره شوي، نو ځکه یې رد کړي دي.
کمېسیون دغه راز وایي چې په ۲۱ ولایتونو کې به د مستندو شکایتونو پر بنسټ، د ۵۳۱۶ محلونو رایې بیاشمېرل کېږي. سرچینه کاږي: «۱۸شکایتونه اصلاحي پروسس ته تللي دي، د شکایتونو پر بنسټ، ۲۱ ولایتونو کې د ۵۳۱۶ محلونو د رایو بیاشمېرنه کېږي».
کمېسیون دغه راز د لسګونو محلونو د رایو له باطلېدو هم خبر ورکوي. د کمېسیون د غړو په خبره، د دوی د پرېکړو او مستندو شکایتونو پر بنسټ یې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې اعلان کړې دي. کمېسیون زیاتوي چې د شکایتونو د ارزونې په پروسه کې یې ځينې کسان جزايي او جریمه کړي هم دي. د کمېسیون غړي وايي: «۱۰۹ محلونه باطل شوي، ۷۵ تنه نغدي جریمه شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۷۱ تنه له دندې لرې کړل شوي دي».
کمېسیون دغه راز وایي چې ۱۱۱ شکایتونه استثنايي دي او لا ډېر بحث او خبرو ته اړتیا لري. د دوی په خبره، دغه شکایتونه د بېلو مواردو په اړه ثبت شوي دي چې په اړه به یې تر کره ارزونو او دقیقو اقداماتو وروسته پرېکړه کوي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي: «هغه ۱۱۱ استثنايي شکایتونه چې کابل ته رالېږل شوي، څلور مهم یې له وخت مخکې د ۱۰۲ زرو رایو، د ۱۳۷ زرو شکمنو رایو، په هر محل کې د پایلو د پاڼې او بایومټریک دستګاه تر منځ د یوې تر پنځو رایو توپیر او دغه شان د هغو ۲۴۲۴ محلونو په اړه دي چې بایومټریک معلومات نه لري».
د شکایتونو کمېسیون دغه راز د هغو ۱۰۹ محلونو په اړه هم کره معلومات نه لري، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري باطل اعلان شوي دي. د سرچینې په خبره، دوی به په دې اړه پلټنې کوي او بیا به پرېکړه کوي. د کمېسیون د غړو په خبره، دغه مرکزونه تر ډېره په کابل او بدخشان کې دي.
بلخوا ټاکنیزې ډلې بیا د کمېسیون د پرېکړو په اړه ډول ډول غبرګونونه لري. د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنیز ټیم ویاند د دې هرکلی کوي، چې کمېسیون زرګونه شکایتونه رد کړي دي. د دغه ټیم ویاند رضوان مراد وایي، په دې سره د دوی رایې نورې هم ډېرېږي او دا به ښه وي چې بې ثبوته شکایتونه حذف کړل شي.
د ثبات او هممپالنې ټیم بیا وايي، دوی به د هغو محلونو په اړه معلومات کوي چې د کمېسیون له لوري باطل اعلان شوي دي. د دې ډلې ویاند وایي، دوی له خپلو رایو دفاع کوي او په دې برخه کې له ټولو قانوني لارو استفاده کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا وایي چې ټولې ډلې حق لري چې تر راتلونکو دریو ورځو د دوی د پرېکړو په اړه د استناف غوښتنه وکړي او په دې اړه خپل شکایتونه ثبت کړي.





























