د ننګرهار د کرنې ریاست ویلي، چې د دغه ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو، چې پکې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي، څېړنې کېږي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې په دې څېړنه کې د غنمو ۴۱ ډولونه، چې پکې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي، تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
دوی دغه راز ویلي، چې د دغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکېږي څو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. د دې تر څنګ، په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکه والو، د کرنې پوهنځي او د کرنې د انسټېټیوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره شوې ده.