ملټري ټایمز په یوه مقاله کې لیکي چې ایران په سیمه کې د خپلو موخو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې طالبان هم ددغه هېواد ملاتړ له ځان سره لري. ملټري ټایمز لیکي په دې سترګې پټول نه دي په کار چې ښایي د امریکا او ایران کشمکش پر افغان جګړه مستقیم اغېز وکړي. د سرچینې په خبره طالبانو لا وختي غبرګون ښودلی دی او په سیمه کې یې د ایران او امریکا د کشمکش پای ته رسېدل غوښتي دي. ملټري ټایمز زیاتوي، ځینې چارواکي او شنونکي اوس په دې باور دي چې له طالبانو د ایران ملاتړ د لوبې او جګړې د ډګر بدلوونکی نه دی، خو بیا هم دغه هېواد ښایي خپل ملاتړ زیات کړي. ملټري ټایمز وایي ایران دا هڅه هم کوي چې د طالبانو تر څنګ نورې وسله والې ډلې هم د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې ولري.





























