د کونړ ځايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې مېشته داعش ډله د کونړ چارتراش له قاچاقي لارو لېږدوي او له دې درکه پیسې ګټي. د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف خیر خواه وايي، ددغه ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې داعش ډله فعالیت کوي او د خپل نفوذ په ساحو کې قاچاقبرانو ته اجازه ورکوي چې چارتراش یوسي او له دې درکه خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي. دده په خبره په ځلونو یې سلګونه جوړې چارتراش نیولي چې دداعش له لوري لېږدول کېدل. د کونړ والي هم مني چې داعش خپل لګښتونه د چارتراشو د پلور له درکه ترلاسه کوي خو وایي چې په ځینو سیمو کې ددغه ډلې پر ضد عملیات پيل شوي دي او دوی هڅه کوي په کونړ کې داعش له منځه یوسي.