د افغانستان د سولې په اړه رامنځ ته شوي فرصتونه باید ضایع نه کړل شي. امریکایي پروفیسور او د امریکا د امنیت انیستیتوت غړي، برنېت روبین ویلي، سره له دې چې په سیمه کې پراخ اختلافونه شته دي، خو نیکمرغي دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه ټول یوه خوله دي. دده په خبره په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او سولې په اړه یوه بې مخینې اجماع رامنځ ته شوې ده چې باید ګټه ترې واخیستل شي. دده په خبره چین، هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي او ده ته ثابته شوې ده چې ټول په یوه خوله د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي. هغه پر زلمي خلیلزاد، طالبانو او افغان لوري غږ کړی دی چې د سولې لپاره رامنځ ته شوې موکه او فرصت باید ضایع نه کړي.





























