ازبکستان او هند په افغانستان کې ثبات د سیمه ییز اتصال لپاره مهم بللی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال جي شنکر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د نورو مسایلو تر څنګ تر ټولو ډېر تمرکز د افغانستان پر سوله او امنیت شوی دی. دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی هڅه کوي د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او په دې توګه د سیمې پرمختګ ته لارې پرانیزي. هند هم ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او که دلته دایمي ثبات او امنیت راشي نو سیمه ییز اتصال او پراخه سوداګري به رامنځ ته شي. دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان روانه جګړه باید ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړل شي.