د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په هند کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. جواد ظریف ویلي چې دوی له خپلو حقوقو دفاع کوي او ددې ملاتړي دي چې د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. محب هم ویلي چې افغانستان له ګاوڼډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هڅه کوي له ایران سره خپلې تاریخي اړیکې لا پیاوړې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې دوی به د ناندریو په کمولو او ختمولو کې خپلې هڅې کوي.