په شمال ختیځ بدخشان او تخار کې سیمه ییز چارواکي وايي سږ کال په دغو ولایتونو کې د پستې حاصلات ۹۵ سلنه کم شوي. درې کاله وړاندې په بدخشان کې د پستې حاصلات زر ټنه وو، خو سږ کال سل ټنو ته راښکته شوي. همداسې په ۱۳۹۷ کال تخار کې د پستې حاصلات ۱۵۰۰ ټنه محاسبه شوي وو، خو سږ کال دغه کچه یو ټن ته راښکته شوې ده. اقلیمي بدلون او د پستې ځنګلونو کې د نارینه ډوله پسته ونو پرېکول هغه لاملونه یاد شوي، چې دغه شمېر یې کم کړی. په دغو دوو ولایتونو کې د زرګونو کورنیو اقتصاد او د ژوند لومړني ضرورتونه د پستو حاصلاتو پورې تړل شوي، خو سږ کال دغه کورنۍ ترې محرومې دي. د بدخشان د کرنې او مالدارۍ یو مسوول کیکاوس تکساري وايي سږ کال د پستې ځنګلونه بې حاصله دي. دی یې هم لامل اقلیمي مسایل ښيي.