د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وایي، افغان سوله د سیمې د امنیت او ثبات لپاره اړینه ده. نوموړي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د نړیوال انجمن ناستې ته ویلي، هېواد یې د افغان سولې خبرو کوربتوب ته چمتو دی. محمدوف زیاته کړې، د افغان جګړې د پایته رسولو لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي او تجربو ښودلې ده چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو فشارونو پایله نه ده ورکړې او اوس وخت دی چې له سوله ییزو لارو د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې وشي. په دې ناسته کې د ترکمنستان په ګډون نورو هېوادونو او سازمانونو هم له افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د ترکمنستان ولسمشر دغه راز ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د پراختیایي او زیربنایي پروژو پلي کولو ته هم ژمن دی.





























