د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، له عمومي اوربند او بین الافغاني مذاکراتو پرته په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین امکان نلري. نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د ښځینه خبریالانو یو کنفرانس ته د خبرو پر مهال کړې دي. هغه د سولې پروسې ته په اشارې ویلي، اوربند، بین الافغاني مذاکرات او د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرې اترې هغه درې اساسي شرطونه دي چې له دې پرته نه د باور فضا رامنځته کېدلی شي او نه هم باید پایدارې سولې ته هیلې ولرو. د هغه په خبره، افغان حکومت د سولې پروسې په برخه کې د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو او دغه راز د بیان د ازادۍ تر څنګ د تېرو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او په هیڅ صورت به اجازه ورنکړي چې تېرې لاسته راوړنې د سولې قرباني شي. دانش زیاته کړې، که څه هم د خلکو له حقونو دفاع د حکومت اصلي دنده ده خو خلک هم باید په پوره هوښیارۍ له خپلو حقونو دفاع وکړي.





























