د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو کچه د طالبانو له لوري د اوښتو تلفاتو تر کچې لوړه ده. د یادې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې په تېر کال کې د ملکي وګړو د تلفانو شمېر هېښوونکی دی. خو دفاع وزارت بیا د یاد راپور په ردولو سره ویلي چې د ملکي وګړو د تلفاتو عاملین وسله وال طالبان دي. په راپور کې دغه راز په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د جنایاتو پر څېړنې هم ټینګار شوی دی. راپور وړاندې لیکي، په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو سربېره، طالبانو هم د خلکو په تېره بیا د زندانیانو ربړولو او خپلسري وژنو باندې لاس پورې کړی دی. که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي چې ښکېلې غاړې باید جنګي قوانین مراعات کړي.





























