امریکا د تېر کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې زرګونه بمونه غورځولي چې سلګونه ملکي افغانان یې پکې وژلي دي. د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي امریکايي ځواکونو د تېر ۲۰۱۹کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې اته زره بمونه او راکټونه غورځولي چې له امله یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اته سوه ملکي افغانان وژل شوي دي. سرچینه کاږي چې په وژل شوو کې ۲۵۰ یې ماشومان دي. دغه بنسټ وایي امریکايي ځواکونو په تېر کال کې د جګړې قوانینو او دغه راز د ملکي وګړو ژوند ته پام نه دی کړی. سرچینه کاږي چې د افغان حکومت په عملیاتو او د وسله والو طالبانو په بریدونو کې هم سلګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند ویلي، یوازینۍ لار چې ملکي مرګ ژوبله کمولی شي هغه د تاوتریخوالي کمول او اوربند دی، نو باید ټول اړخونه د سولې لپاره تاوتریخوالی کم کړي.





























