افغانستان د ځینو ګاونډیو له لوري له ستونزو سره مخ دی. ايرو ایشیا رېویو په یوه مقاله لیکي چې د افغانستان ځینې ګاونډي یا له افغان خاورې وېره لري او یا یې هم د ځینو سیاسي مسایلو په خاطر ددغه هېواد د ناورین په ختمولو کې برخه نه ده اخیستې. سرچینه بیا دغه راز لیکي چې د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان بیا له څلوېښتو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د روان بحران تر شا ولاړ دی او خپلې ګټې پالي. ایرو ایشیا لیکي پاکستان د روانې جګړې تر شا لا هم ولاړ دی او امریکا هم په دې باوري ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو او طالبانو ملاتړ کوي. په مطلب کې راځي له همدې امله څه موده وړاندې امریکا د پاکستان پر پوځ ځینې مالي امکانات بند کړل. ایرو ایشیا لیکي دمګړی ددې اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او په دې اړه یوه رښتینې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي.





























