ارګ هیله لري چې د ایران او امریکا ستونزه افغان سوله زیانمنه نه کړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي دوی په پوره توان هڅه کوي چې د افغانستان د سولې روانې هڅې یوې پایلې ته ورسېږي او په سیمه کې روانې ناندرۍ منفي اغېز ورباندې و نه کړي. دده په خبره دوی هیله لري چې د امریکا او ایران کشمکش به دغه پروسه زیانمنه نه کړي. نوموړي په سیمه ییزو مسایلو کې د افغانستان موقعیت مهم بللی دی او له همدې امله ټینګار کوي چې د ایران او امریکا تاوتریخوالی باید راکم شي. تر دې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب هم په هند کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي وو، دوی هیله لري چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر ختمه شي، طالبان سوله وکړي او روان وضعیت پر دغه پروسې منفي اغېز و نه کړی.





























