د نشنل انټرسټ په نامه امریکایي خپرونې ویلي، ولسمشر ټرمپ د افغان جګړې د پای ته رسولو هوډ کړی دی. د خپرونې په وینا، ټرمپ غواړي نور پر هغه جګړه بې ځایه لګښتونه پای ته ورسوي چې هیڅ لاسته راوړنه نلري او ورځ تر بلې پراخېږي او له امله یې د امریکایانو په ګډون ګڼ افغانان قرباني کېږي. نیشنل انټرسټ کاږي، دا جګړه که چېرته اته کاله وړاندې پای ته رسېدلې وای نو د امریکا په ګټه وه. خپرونې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له لوري د افغان جګړې په اړه خپرو شویو اسنادو ته په اشارې لیکلي، امریکایي ولسمشران او نور پوځي چارواکي پوهېدل چې دا جګړه ګټونکی نلري او د درنو مالي او ځاني زیانونو سربېره یې هم حقایق پټ کړي وو. د خپرونې په باور د دې جګړې د حقایقو پټولو مانا دا ده چې دوی په دې جګړه کې ځینې پټې موخې لرلې چې دوه هغه یې واضح دي یوه یې د تورو پیسو سپینول او بله یې له مخدرو توکو ګټه اخیستنه ده چې دواړه یې غیر مشروع دي او تر افغانانو ډېر یې زیان امریکایانو ته رسېدلی دی.





























