هغو هېوادونو چې اتباع يې په ایران کې د الوتکې د وېشتلو په پېښه کې وژل شوي دي، له ایران څخه غوښتي چې د پېښې ټول مسوولیت دې ومني او د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي. تېره ورځ په لندن کې د کاناډا، برېتانیې، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوې غونډې کې هوکړه کړې چې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته د ځواب ویلو لپاره به د همکارۍ یو منظم پلان جوړوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د غونډې ګډونوالو وغوښتل چې باید دا پېښه دقیقه، شفافه او په ناپيېلې ډول وڅېړل شي او پر ایران یې غږ کړی چې د پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.





























