د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز چې د سیاسي حل، سیاسي مشروعیت او تر مصالحې وروسته د نظام په اړه غونډه جوړه کړې وه، د سولې پر مختلفو برخو خبرې کړې دې. دې غونډې ته د سولې په چارو کې ددولت وزیر سلام رحیمي وویل چې، افغان حکومت د سولې پلوی دی خو هیڅوک د نظام په قیمت سوله نه غواړي. رحیمي وايي له تېر یوه کال راهیسې حکومت د سولې په مخالفت، ممانعت او واک کې د چارواکو پر پاتې کېدو تورنیږي خو هیڅوک مسوولیت داسې وضیعت ته نه سپاري چې ابهام سره مخ وي. د سولې په چارو کې ددولت وزیر همدا راز وايي، چې د ټاکنو بهیر د سولې مخه ډپ کړې وه خو ډير ژر به افغان حکومت د سولې په اړه ملي خبرې پیل کړي. رحیمي وايي، چې افغان حکومت د سولې خبرو لپاره تر بل هر وخته ډېر چمتو دی.





























