افغان حکومت وايي، اوربند باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده چې د خلکو او دولت ګډه غوښتنه ده. د ولسمشر وياند صديق صديقي پر خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې سوله د افغانستان د دولت، خلکو او د نړيوالو متحدینو اساسي لومړیتوب دی. صديقي وايي، هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي. نوموړى داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې دوى تېره ورځ له امريکايي لوري سره د سولې هوکړه ليک په تړاو خبرې اترې کړي دي. نوموړي دغه خبرې اترې ګټورې بللي او ويلي دي چې د مذاکراتو دغه لړۍ به څو ورځې دوام وکړي.





























