په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۱۹ز کال کې د صادراتو ارزښت یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلی دی، خو د احصایې او معلوماتو ملي اداره دا شمېر نه تاییدوي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تراوسه د مالي کال د درې وروستیو میاشتو ارزښت نه دی ارزول شوی، خو د دغه کال په نهو میاشتو کې، د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۳۵ مېلیونه ډالره دی. له دې مخکې د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا د دغه وزارت د کړنو په اړه د راپور د ورکړې پر مهال وویل چې په تېر زیږدیز کال کې د هېواد د صادراتو ارزښت د هېواد په تاریخ کې خپل لوړې کچې ته رسېدلی دی.