د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ټکان ورکوونکې بللې او وایي د دې مرګ ژوبلې لوی لامل د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي عملیاتو زیاتېدل دي. د دې سازمان په تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې د سپټمبر تر ۳۰ نیټې پورې ۸۰۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې په کلني راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو ترڅنګ د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات زیات شول، د تیرکال جنورۍ میاشتې څخه بیا د سپټمبر تر ۳۰ نیټې پورې ۸۰۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د امریکا په هوایي بریدونو کې لسګونه ملکیان وژل شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي.





























