امریکا پر پاکستان ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي او د افغانستان د سولې تر څنګ یې پر دوه اړخیزو اړیکو، منځني ختیځ کې پر روان وضعیت او د جمو او کشمیر پر مسئله خبرې کړې دي. بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي هم ویلي چې له مایک پمپیو سره یې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي او امریکایي لوري ترې غوښتي چې د افغان سولې په پروسه کې هر اړخیزه همکاري وکړي. پاکستاني لوري ویلي دوی په سیمه کې د سولې او ثبات راتګ کې هر ډول همکاري کوي او هڅه کوي دلته روانې جګړې له سوله ییزو لارو حل کړل شي.





























