د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي باید چارې چټکې شي څو افغانستان او سیمه ډېره ژر له رېل پټلۍ او نړیوالو اوبو سره وصل شي. جواد ظریف وایي چابهار د امریکا له بندیزونو مستثنی دی او نړیوالو ته په کار ده چې په دغه مهم او ستراتیژیک بندر کې پانګونه ډېره کړي. ظریف همدا راز وایي چې ایران ټولو سوداګرو او پانګه والو ته په ډاډمنه فضا کې د پانګونې زمینه برابروي او هر ډول همکارۍ ته تیار دی. چابهار بندر په ایران کې د افغانستان لپاره د هند له لوري جوړ شوی بندر دی چې په دې توګه به افغانستان له اوبو سره وصلېږي او د هند په ګډون به له ګڼو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ولري. خو لا هم پانګه وال د امریکا او ایران د ستونزو او اړو دوړو له امله په دغه بندر کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.