د سولې داسې موافقه مهمه ده چې د ټولو افغان اړخونو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري غونډه کې ویلي دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي او دغه ډله سولې ته هڅوي. دده په خبره امریکا په افغانستان کې د یوه لوی ایتلاف رهبري کوي او دا یو مهم ګام دی چې غواړي افغان جګړه د خبرو له لارې حل شي. دده په وینا دوی طالبان هم هڅوي چې خبرو ته زړه ښه کړي، جګړه د مذاکراتو له لارې حل کړي او له ټولو افغان اړخونو سره مخامخ مذاکرات وکړي. سرګي لاوروف دغه راز وایي چې د سولې داسې هوکړه باید رامنځ ته شي، څو د افغان لورو ترمنځ مفاهمې او مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. نوموړي د افغانستان د سولې په پروسه کې د ایران رول هم مهمه وباله او په وینا یې امریکا ته په کار وه چې په دې بهیر کې یې ایران هم ورګډ کړی وای.





























