طالبان وایي تمه ده د روانې جنوري میاشتې تر پایه له امریکا سره تړون لاسلیک کړي. العربیه اژانس د ډان ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی دی چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی تمه لري د روانې جنوري میاشتې په لړ کې له متحده ایالاتو سره د سرتېرو وتلو هوکړې ته ورسېږي او دواړه لوري به پر تړون لاسلیک هم وکړي. شاهین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې وړاندې تر دې ځینې سرچینو د طالبانو د قطر دفتر د استازو له خولې ویلي وو چې دوی د لس ورځني اوربند طرحه په دوحه کې امریکایي لوري ته سپارلې ده. ډان د شاهین له قوله ویلي، طالبان خوشبین دي چې د روانې میاشتې په لړ کې به له امریکا سره یوې مطلوبې هوکړې ته ورسېږي. د یادونې ده چې امریکایي لوري له څو اوونیو راهیسي پر طالبانو غږ کړی و چې تاوتریخوالی کم کړي او دا داسې یو شرط و چې د دوه اړخیزو امنیتي تضمینونو په بدل کې به د متحده ایالاتو سرتیري له افغانستانه وځي.





























