د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د امریکایي لوري او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې روانې دي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې. هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي. نوموړي زیاته کړې، که چېرته طالبان اوربند چې د افغان حکومت او ټولو افغانانو اساسي غوښتنه ده ونه مني نو له بده مرغه باید ووایي چې په هېواد کې به د سولې لپاره روانې هلې ځلې پایله ورنکړي. صدیقي زیاته کړې، دوی په وار وار ویلي چې د تاوتریخوالي کمولو موضوع یوه ګونګه مسئله ده او تر اوسه د جګړې په ډګر کې هیڅ بدلون نه تر سترګو کېږي. هغه ټینګار کړی دی چې اوربند باید واضح وي او له اوربنده د دوی تعریف په ټولیزه توګه د جګړو بندېدل دي کټ مټ لکه د تېر کوچني اختر په څېر.





























