طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی. د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر تازه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کړې ده او د سولې په برخه کې یې پر وروستیو پرمختګونو خبرې ورسره کړې دي.
ملا برادر ویلي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات د راتګ لپاره باید امریکایي ځواکونه ووځي او په وینا یې، که امریکایان وځي، نو دوی له افغان حکومت سره ژر هوکړې ته رسېدلی شي. بلخوا په نړیواله کچه د افغان سولې په تړاو مهم پرمختګونه شوي دي. ملګرو ملتونو له دې لړۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده، پاکستان د همکارۍ ژمنه کړې او روسیه بیا ټینګار کوي چې طالبان دې د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰ ز کال په پیل کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شي، خو د ځينو اختلافونو له امله دغه لاسلیک ځنډېدلی دی. تر ډېره اختلاف پر اوربند دی، چې امریکایي لوری د اوربند او طالبان بیا د تاوتریخوالي کمولو باندې ټينګار کوي، خو اوس تازه ملا برادر وایي چې تر هر څه وړاندې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي. نوموړي له پي بې اېس ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، که امریکايي ځواکونه وځي، نو دوی ژر کولی شي له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي.
د ده په وینا، افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راتګ یوه موخه د اسامه بن لادن له منځه وړل وو، چې هغه اوس نشته، نو امریکايي لوري ته پکار ده چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. د ده په خبره، که امریکایان نه وځي، نو دوی هم اړ دي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي. نوموړي دغه راز تور پورې کړی چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل ده. د ده په خبره، که امریکا په افغانستان کې نه وي، تاوتریخوالی کمېږي او ښکېل اړخونه په خپلو کې د خبرو له لارې ستونزه حل کولی شي.
ملا برادر د ښځو د حقونو او راتلونکې حکومتولۍ په اړه هم غږېدلی دی. د ده په خبره، دوی ښځو ته ټول هغه حقونه ورکوي چې د اسلام دین ورکړي او که دوی د کار او دندې مینه والې وې، نو د چوکاټونو په رعایت سره د دندې زمینه هم ورته برابروي.
له دې سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي بیا امریکا ته تللی او هلته یې له خپل امریکايي سیال سره کتلي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي. مایک پامپیو هم په ټینګار له پاکستانه غوښتي چې به افغانستان کې د جګړې په ختمولو او د سولې په راوستلو کې عملي او هر اړخیزه همکاري وکړي. پاکستاني لوري زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای ته رسېدو ملاتړي دي او دواړو لورو ته پکار ده چې ژر تر ژره دغه هوکړه لاسلیک کړي.
د دې تر څنګ د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف هم د افغان سولې په اړه تازه څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی چې په دغه هېواد کې روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي. نوموړي ویلي چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي او له دوی یې غوښتي چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي. د ده په خبره: ((امریکا په افغانستان کې د یوه لوی ائتلاف مشري کوي، نو دا ښه ده چې غواړي سوله وکړي او طالبان هم باید د سولې هوکړې لاسلیک ته تیار شي».
بلخوا په دوبۍ کې بیا د ځينو هېوادونو استازو له زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو ټینګار کړی چې ملګري ملتونه دې سولې ملاتړ کوي او نور یې هم ملاتړ ته هڅوي.
د سولې د دغو تودو هڅو تر څنګ بیا ارګ هم د سولې په راتګ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک هرکلی کوي، خو وایي، باید په دې هوکړه کې اوربند هم شامل وي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، که موافقه د اوربند او جګړې د پای ته رسېدو لامل نه شي، بې ګټې ده.





























