د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د دغه ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیارغولو په پار یې هلې ځلې کړندۍ کړې دي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري ویلي چې په همدې موخه یې د جلغوزو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو (موسی خېل، ځاځي میدان، تڼي، سپېره او دوه منده) کې ۳۶۰ کورنۍ قوریې جوړې کړې دي.
نوري ویلي، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزو او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوې چې هر یوه قوریه یې د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.
نوري زیاته کړې، چې د دغو پروژې له لارې په یادو ولسوالیو کې د ځنګلوالۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شوې دي.