د سولې مذاکراتو ته نږدې او باخبره سرچینې وایي چې دمګړی هم په دوحه کې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک پر ابتدايي مواردو بحث روان دی. دغه سرچینې وایي دواړه لوري هڅه کوي چې د سولې هوکړه ژر لاسلیک کړي خو لا هم په دې لاره کې ګڼ خنډونه شته دي او دا کار دومره اسانه نه دی. پخوانی طالب چارواکی او د سولې له مذاکراتو باخبره کس سید اکبر اغا وایي، دواړه لوري اوس پر دې خبرې کوي چې دغه هوکړه څنګه لاسلیک کړي، خو د لاسلیک د کره نېټې په اړه لا هم خبرې نه کېږي. دده په خبره تر اوسه کره نېټه نه ده مشخصه شوې، ځکه ځینې خنډونه لا هم شته دي. بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي چې د همدې میلادي میاشتې تر پایه ښايي له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړل شي.





























