د افغانستان لپاره د امریکا نوی ټاکل شوی شازدافیر وايي، د ټاکنو او سولې بهیر تر څنګ د افغانانو د راتلونکي انتخاب څخه کلک ملاتړ کوي. راس ویلسن چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا د شازدافیر په توګه ټاکل شوی د نوي سفیر تر ټاکل کېدو پوري به د سرپرست سفیر دنده هم تر سره کوي. نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د تاریخ په یو مهم پړاو کې پر یادې دندې ټاکل شوی دی. هغه زیاته کړې، چې د دغه هیواد ټاکنې د سولې بهیر او د افغانانو راتلونکی انتخاب یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي. راس ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له شاوخوا دریو لسیزو راهېسې کار کاوه، هغه په ترکیې او آذربایجان کې د امریکا سفیر هم وه.





























