د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره پاکستان ته ځي. د رسنیو د راپورونو له مخې الیس ويلز به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کوي. همدا راز به د ترهګرۍ ضد مبارزې او په سیمه کې د ټیکاو په اړه هم د ویلز په دې سفر کې خبرې کېږي. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به دغه راز د پاکستان او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کوي. ویلز داسې مهال اسلام اباد ته ځي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي تازه له واشنګټن دوحې ته تللی دی. نوموړي په واشنګتن کې ټینګار وکړ، چې دوی د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کوي، خو امریکا دې بېرته له دوی سره سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکې سمې کړي.





























