په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، پښتانه ځوانان افغان جګړې ته د غرب په غوښتنه تحریک او لېږل کېدل. نوموړي ویلي، وسله والو فعالیتونو ته د پښتنو ځوانانو هڅوونه د مدرسو کار نه؛ بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدوی له لوري ورته وسلې ورکول کېدې څو افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي. هغه زیاته کړې دا هغه حقیقت دی چې تاریخ به یې ثابت کړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوې ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.





























