د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ادارې (اوچا) ویلي چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د کورنیو تاوتریخوالو او طبعي پېښو له امله شاوخوا ۴۳۷ زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د یادې ادارې له لوري په تازه خپاره شوي بیان کې دغه راز راغلي، د دوی موندني ښیي چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر تر بل هر وخت ډېر شوی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. بیان کې راغلي، بې وزلي هم یو له هغو عواملو څخه ده چې د یادو بې ځایه شویو کسانو شمېر یې د تېرو کلونو په پرتله ډېره کړې دی. اوچا وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۲۴۵ زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي وو چې ۸۴ زره یې یوازې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي وو. د یادې ادارې په خبره، د ۲۰۱۸ کال بې ځایه شوي لا هم بېرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.





























