وروسته تر هغه چې افغان حکومت د سولې خبرو تر پیل مخکې پر اوربند ټینګار کړی دی، د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغان حکومت دې د سولې مذاکراتو نه پیلېدو لپاره اوربند نه پلمه کوي او ژر تر ژره دې خبرو ته غاړه کېږدي. کرزي له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، حکومت دې د پلمو پر ځای هر هغه اقدام وکړي چې د سولې راتلو هيله په کې وي. کرزي زیاته کړې، اوربند مهم دی او دی دا نه وایي چې افغان حکومت دې پر اوربند ټینګار نه کوي خو د نوموړي په وینا که اوربند د خبرو په لړ کې هم وشي؛ ښه خبره ده خو د خبرو تر پیلېدو مخکې دې ترې پلمه نه جوړېږي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یوې خبري ناستې ته وویل، که طالبان اوربند ته غاړه کېنږدي د سولې لپاره روانې هلې ځلې به پایله ورنکړي.





























