پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، حکومت دې دا پلمه نه کوي چې ګواکې طالبان اوربند نه کوي، نو دوی هم د سولې مذاکرات نه کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه له بي بي سي سره مرکه کړې ده. نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو ته اړتیا ده او افغان حکومت ته پکار ده چې د پلمو پر ځای د بین الافغاني خبرو او سولې لپاره هڅې وکړي. په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال بیا وايي، چې که طالبان اوربند نه کوي، نو له دې ډلې سره د امریکا مذاکرات بې ګټې دي.
د سولې له تودو خبرونو او منډو ترړو سره هممهاله پخوانی ولسمشر حامد کرزی حکومت تورنوي، چې د سولې د خبرو لپاره خنډونه جوړوي او یا په یوه توګه پلمې کوي چې دغه خبرې وځنډېږي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په خبره، افغان حکومت دا شرط اېږدي چې طالبان دې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر هر څه وړاندې اوربند وکړي، خو پخوانی ولسمشر وایي، هر هغه څه چې موږ سولې ته نږدې کوي او دلته روانه جګړه د تل لپاره ختموي، د افغانستان لپاره مهم دي. د ده په خبره، که د اوربند غوښتنه د بین الافغاني خبرو د ځنډ لامل ګرځي او یا د دایمي سولې لپاره خنډ رامنځ ته کوي، نو حکومت ته نه ده پکار چې پر دې مسئله ټینګار وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي دي، حکومت دې د هر هغه اقدام لپاره هڅه وکړي چې افغانان سولې ته نږدې کوي. کرزی وايي: «هر هغه اقدام چې د خبرو اترو او د مذاکراتو د پیلېدو چټکتیا په کې وي، هڅونه په کې وي او د سولې د راتلو اميد په کې وي او ژر تر ژره کیږي، هغه دې تر سره کړي».
پخواني ولسمشر حامد کرزي دا وړانديز هم کړی چې افغان حکومت دا ټکي باید په پام کې ونیسي، چې ارومرو دې پر اوربند ټینګار وشي او سوله وغواړي. د نوموړي په خبره: «بالاخره باید د مذاکراتو په پایله کې دا کار (اوربند) وشي، خو دا باید د مذاکراتو د نه پیلېدو پلمه نه وي».
پخواني ولسمشر دغه راز ویلي چې په دې شدیده جګړه کې د تشدد او تاوتریخوالي کمېدل هم لوی ګام دی او حکومت باید دې ته متوجه وي چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي. ښاغلي کرزي ویلي: «پر ولسمشر غني مو غږ دی، چې ژر تر ژره دې مذاکرات پيل کړي. دا واضح خبره ده چې د بین الافغاني خبرو په اوږدو کې به ارو مرو پر اوربند بحث کېږي، ارو مرو به پر دې ټینګار کېږي چې د افغانستان جګړه ختمه کړل شي. نو د سولې لپاره دې خنډونه نه جوړېږي».
پخوانی ولسمشر حامد کرزی داسې مهال یوازې د تاوتریخوالي کمول هم د سولې لپاره مهم بولي، چې تر دې وړاندې ارګ پر اوربند ټینګار کړی دی. ارګ وایي، یوازې اوربند دوی ته د منلو وړ دی او د تاوتریخوالي کمول د سولې له پروسې سره همکاري نه شي کولی.
له دې سره جوخت د ولسمشر دویم مرستیال هم ویلي چې که د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه کې اوربند شامل نه وي، نو دا د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه کوي. نوموړي د تاوتریخوالي کمول یوه مبهمه طرحه وبلله او په خبره یې، دا له واقعیت تېښته ده. نوموړي پرون په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي: «طالبان په دې توګه غواړي نړیواله ټولنه او نورې خواوې تېر باسي، دا په واقعیت کې له رښتینې سولې تېښته ده».
له دې سره هممهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي او د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله بیا د سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللې ده.





























