د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې په هلمند کې د خُرما سوداګریزو بڼونو د جوړولو طرحه منظور شوې او په ۱۳۹۹یم مالي کال کې به پلې شي.
په ورته وخت کې د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو ویلي چې د دې طرحې پر اساس، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې په دغه ولایت کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړېږي.
هغه زیاته کړې چې دغه بڼونه په هلمند کې د خُرما بڼونو د جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړېږي.
په ورته وخت کې کرنې وزارت ویلي چې د دغه وزارت له پروګرامونو څخه یو هم د خُرما د ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي.
د یاد وزارت د چارواکو په خبره، په ځینو ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خُرما بڼونه جوړ شوي چې ښه وده یې هم کړې ده.
د یادونې ده چې هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.