مشرانو جرګه وايي، متحده ایالات د افغان سولې ټینګښت لپاره واقعي اراده نه لري. د مشرانو جرګې غړي د سولې روانو مذاکراتو په لړ کې شته ستونزو ته په اشارې وايي، هرکله، چې د سولې مذاکرات برخلیک ټاکونکي پړاو ته رسیدلي امریکا له بیلا بیلو لارو هڅه کړې چې دغه بهیر له خنډ سره مخ کړي. سناتوران پر اوربند د افغان حکومت له لورې ټینګار د سولې سره د مخالفت په معنا بولي او زیاتوي چې له بین الافغاني مذاکراتو پرته د وسله والو طالبانو له لوري د عمومي اوربند ټینګښت ناشونی دی. مشرانو جرګه له حکومت غوښتنه کوي چې دوی دې هم د سولې لپاره عملي ګامونه اوچت کړي او له هرې ممکنې لارې چې وي په افغانستان کې دې د جګړې په پای ته رسېدو کې اقدامات وکړي.





























