پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې هندو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او ددغه هېواد ټولو وګړو د یو بل تر څنګ په جګړه او سختیو کې ژوند کړی دی. دده په وینا هند ته په کار ده چې ټولو مذهبونو او افغانانو ته مساوي درناوی ولري او دوی د مذهب پر بنسټ بېل نه کړي. پخواني ولسمشر د هند دهغه پرېکړې په غبرګون کې دا خبره کړې چې له مخې یې د افغانستان هندوانو او سیکانو ته تابعیت ورکوي. نوموړي د سولې په برخه کې هم د هند همکاري اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې افغانستان به له دغه دوست هېواد سره تل ښې او پیاوړې اړیکې وساتي. دده په وینا افغانستان پرمختګ ته اړتیا لري او د پرمختګ لپاره د هند او نورو ګاونډیو همکاري خورا اړینه او مهمه ده.





























