سوله باید انحصار نه شي ځکه دا د هر افغان هیله ده. اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان سوله غواړي او د سولې روانه پروسه باید انحصار نه شي. دده په خبره د یوه فرد خبرې او یا د یوه فرد نظریات باید د سولې پروسه زیانمنه او برمته نه کړي. نوموړي و نه ویل چې دغه فرد څوک دی، خو ښایي موخه یې ولسمشر غني وي. نوموړي د سولې په برخه کې ددولت وزارت رامنځ ته کول هم اغېزناک نه بولي او په خبره یې یو وزارت نه شي کولی چې افغانستان ته سوله راولي او یا په دې اړه د افغانانو هیله پوره کړي. عبدالله عبدالله وایي، سوله د هر افغان هیله ده او په دې اړه باید د ټولو نظریات واورېدل شي. اجرایه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله دغه راز د ملي یووالي د حکومت په اړه وویل، چې دغه حکومت به د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې دوام کوي او هېڅوک یې د تغیر په اړه پرېکړه او اقدام نه شي کولی. ده هیله څرګنده کړې چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي او له هغه اقداماتو لاس واخلي چې د بې ثباتۍ سبب ګرځي.





























